تر ۲۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
د ننګرهار د تورخم د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې ۲۱۹ تنه افغان مهاجرین د کب پر ۱۶مه په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول.
راستنېدونکي له سرحدي آمریت سره تر ثبتېدو وروسته، د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.