بادغیس کې تر ۳۰۰ زیاتو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
-

په بادغیس ولایت کې پرون د کب ۱۶ مه پر ۳۹۳ کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.

په دغو کورنيو کې هغه بې ځايه شوي او راستانه شوي کسان شامل وو، چې پخوا د دغه ولايت د مهاجرينو رياست له لوري هلته په مرکز کې اړمن پيژندل شوي وو.

 له ٣٧٢ کورنيو هرې یوې سره ١٨ زره ٧٦٠ افغانۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ او پر ٢١ کورنيو په دوو برخو کې ١٣ زره ١٨٠ زره افغانۍ د ډنمارک د مهاجرت شورا له لوري او د مهاجرینو رياست تر څارنې لاندې ووېشل شوې.