غزني کې له لسګونو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
په غزني ولایت کې پر ۷۳ بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.
دا مرسته په دوو برخو کې ۱۸ زره او ۱۴ زره افغانۍ د ډنمارک د مهاجرت شورا له لوري وه، چې هرې کورنۍ ته هلته د مهاجرينو رياست له خوا تر اړمن پېژندلو وروسته ورکړل شوه.