جوزجان کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr

د (WFP وDACAAR) موسسو له لورې د جوزجان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۸ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي او روغتيايی کڅوړو مرسته وشوه.

 يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلوسيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په ۸ مه هرې کورنۍ ته دوه بوجۍ اوړه، اووه کيلو دالنخود، ۷،۴کيلو غوړي، ۲۱ بېسکوېټ، نيمه کيلومالګه او روغتيايي کڅوړو مرسته ووېشل شوه.