تر ۱۰۰زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

 

 ۱۲۹ افغان مهاجرین د تورخم فرضي کرښې له لارې هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار د تورخم د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې ۲۴ کورنۍ چې ۱۲۹ تنه کېږي د کب پر۱۴مه نېټه په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې.

راستنېدونکي په یاد آمریت کې تر ثبتېدو وروسته، د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور پېژندل شوي.