غور ولایت کې له ۱۰۰۰ کورنیو سره د نغدي مرستې د وېش لړۍ پیل شوه

په غور ولایت کې د کب پر ۱۴ مه له ۱۰۰۰ کورنیو سره د نغدي مرستې د وېش لړۍ پیل شوه.
دغه بېځايه شوي او اړمنې کورنۍ پخوا د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمریت له لوري په لعل او سرځنګل ولسوالۍ کې اړمنې پيژندل شوې وې.
هرې کورنۍ سره به په څو ورځو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له خوا ۱۳ زره او ۷۰۰ افغانۍ مرسته وشي.