د کډوالو عالي ادارې، د اسیایي دفتر مشرې د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر ولیدل

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۲۰:۴۹
-

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي ادارې، د اسیایي دفتر مشرې آغلې "های کیونګ جون" د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل

په دغه ناسته کې د تازه راستنو شوو مهاجرینو، داخلي بېځايه شوو او په راتلونکې کې راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د بشري مرستو او خدماتو وړاندې کولو په میکانیزم خبرې وشوې

آغلې جون وویل، افغانستان ته د راتګ هدف یې دلته د مهاجرینو وضیعت له نږدې څارل او د جینوا په راتلونکي ناسته کې شریکول دي

نوموړې همدا راز د یادې ادارې ځینې ستونزې شریکې کړې او د مهاجرینو چارو وزارت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه

د مهاجرینو او رستنېدونکو چارو سرپرست نوموړې ته له ښه راغلاست وروسته وویل: د مهاجرینو چارو وزارت هم یو بشري ارګان دی او له هرډول تبعیض پرته هېوادوالو ته خپل خدمات ترسره کوي، ښاغلي حقاني وویل، مونږ ته د نظام اصول ترهرڅه زیات ارزښت لري او هر فعالیت باید د نظام له اصولو سره سم ترسره شي

نوموړي په کارونو کې په همغږۍ، شفافیت او د فساد په مخنیوي ټینګار وکړ

په ناسته کې د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد هم په په تفاهم او همغږۍ ټینګار وکړ او دا چې ددواړو ادارو د کار ساحه ګډه ده، نو خدمات هم باید د یوه ګډ پلان له مخې ترسره شي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کونړ د علماوو شورا له رییس شیخ عبدالقهار او څو تنو علماوو سره وکتل

ښاغلي شیخ عبدالقهار، چې په کونړ کې زلزله ځپلیو ته د مرستو رسولو کمېټې مسوولیت هم پر غاړه لري، د وروستۍ زلزلې له امله د بېځایه شویو او له هغوی سره د مرستو په هکله معلومات شریک کړل او پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

په مهاجرینو چارو وزارت کې له خدمات اجتماعي زنان افغانستان موسسې سره د ۱۰۸ زرو او ۷۲۹ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاده موسسه به، د هوکړې له مخې، دغه پیسې په هرات کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۴۹
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د بغلان د ګجر مجاهدینو د ډلګیو له مشرانو سره وکتل.

په دې ناسته کې حاضرو ډلګیو مشرانو او مجاهدینو د اسلامي نظام په لیکو کې خدمت ویاړ وباله او ویې ویل، چې د اسلامي امارت تر چتر لاندې به د افغانستان خدمت کوي.
دغو مجاهدینو بغلان ته د ورستنو. . .

بېرته خبرونه ته