ځینو ولایتونو کې له څه باندې ۷ زره کورنیو سره مرسته وشوه
د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو له خوا د کب میاشتې له پنځمې نېټې څخه تر لسمې نیټې پورې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې له ۷ زره او ۴۳۵ کورنیو سره مرسته وشوه.
په دغو ولایتونو (بلخ، ننګرهار، پکتیکا، هرات، کندهار، فاریاب، هلمند، غزني، سرپل، غور، تخار، کندز، پکتیا او جوزجان) کې هرې یوې کورنۍ سره د هر ولایت د مهاجرینو چارو ادارې د یو شمېر خیریه سازمانونو په همکارۍ نغدي پیسې، خوراکي توکي، د ژمنۍ جامو کڅوړې او بخارۍ ووېشلې.