پاکستان څخه تر ۲۰۰ زیات مهاجرین په جبری توګه راستانه شول
۲۰۵ تنه افغان مهاجرین د کب په ۱۱مه او ۱۲مه نېټه د تورخم له فرضي کرښې څخه هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ، ۳۶ کورنۍ چې ۱۱۹ تنه کیږي په جبري توکه له پاکستان هېواد څخه راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته وروپېژندل شوې.