د نبوي سیرت د سیالۍ د پایلو د اعلانولو غونډه د مهاجرینو په وزارت کې ترسره شوه

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۲/۱۲/۱۱ - ۲۰:۲۰
-

د نبوي سیرت د ازموینې چې څو ورځې وړاندې په وزارت کې اخیستل شوی وه، د پایلو د اعلانولو غونډه د وزارت د مرستیالانو، مرکزي رییسانو او د وزارت د کارکوونکو په شتون کې وشوه.

د وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د څېړنې او معلوماتو ریاست له کارکوونکو څخه د دې پروګرام د جوړولو له امله مننه وکړه او دا یې یو نیک او مثبت ګام وباله.

ښاغلي خروټي زیاته کړه، د رسول الله (ص) د سیرت پیروي په دنیا او اخرت کې د خیر او خوشالۍ راوستونکې ده او هغه کسان چې په دې ازموینه کې یې مقام ترلاسه کړی، پکار ده چې د ادارې له خوا تقدیر او وستایل شي.

په دې غونډه کې د وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د مسلمانانو ښکلا او فضیلت د الله د رسول (ص) د سنتو او اخلاقو پیروي ده او پر مسلمانانو لازمه ده چې د پاک رب د پېغمبر له سنتو څخه خبرتیا ولري.

دغه راز د مهاجرينو د څيړنې او معلوماتو او د مرستو د همغږۍ رییسانو هم د موضوع په اړه خپلې خبرې وکړې.

غونډه د لومړي، دویم او درېم مقام ګټونکو ته د وزارت د مرستیالانو له خوا د ستاینلیکونو او جایزو په ورکولو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۵۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا له والي مولوي مهرالله حماد سره وکتل

ښاغلي مولوي مهرالله حماد، پکتیا ته د ورستنو شویو د وضعیت او ستونزو په اړه محترم مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د ژمي تر رارسېدو وړاند، د مرکز ګردیز په ګډون، په څو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۹:۲۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغان دارالعلوم او د دارالاحناف د مدرسې له مهتمیمینو سره وکتل

په دې ناسته کې حاضرو مهتمیمینو د پخوا په پرتله په دیني مدرسو کې د درس د کیفیت له لوړېدو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د هېواد دیني مدرسې په ښو اسانتیاوو سمبال شوې دي.
د افغان دارالعلوم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۷
Background image

په کډوالو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو چارو وزارت کې له قدم خیریه تعلیمي موسسې سره د ۸ زرو او ۳۸۰ امریکایي ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاده موسسه به، د هوکړې له مخې،  دغه پیسې په کابل کې ۹۰ راستونو شویو. . .

بېرته خبرونه ته