ننګرهار: تر ۴ زرو زیاتو کورنیو نغدي مرسته ترلاسه کړه

sadam_morr
-

د ننګرهار ولایت د مهاجرینو ریاست د کب پر لسمه نېټه ۴ زرو او ۴۹۹ کورنیو ته د نغدي مرستې د وېش د پیل خبر ورکړی.

دغه کورنۍ وړاندې په بهسود، سره رود او د جلال اباد ښار په ناحیو کې اړمنې پېژندل شوې وې چې هرې کورنۍ سره په څو ورځو کې د ۳ زره او ۲۰۰ افغانیو په ارزښت مرسته د خوړو نړیوال سازمان له لوري وشوه.