۲۳۰ تنه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
د ننګرهار د تورخم د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې ۲۳۰ تنه افغان مهاجرین د کب پر لسمه په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول.
راستنېدونکي له سرحدي آمریت سره تر ثبتېدو وروسته، د نورو مرستو په موخه خیریه سازمانونو ته ور وپېژندل شول.