تر دوو زرو زیات مهاجرین پخپله خوښه او په جبري توګه له ایران څخه راستانه شول

sadam_morr

په ايران کې مېشت دوه زره او ۷۹۲ مهاجرین د کب پر ۶ او ۷ مه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.

 د هرات د  اسلام کلا سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، په یادو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۸۰۱ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.

دغه راز له ۱۳ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه، ۸۰ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو  ته د پېژندنې په موخه وارچلډ موسسې ته ور وپېژندل شول او ۸۳ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا په وړیا ډول یو یو سیمکارت ووېشل شو.

 او ۲۲۸ تنه نور له روغتیايي خدمتونو برخمن شول.