ننګرهار  کې پر څه باندې دوه زره کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو وېش پیل شو

sadam_morr
-

په ننګرهار ولایت کې د کب پر ۶ مه نېټه ۲ زره او ۶ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل شوه.

دغه کورنۍ پخوا هلته د مهاجرينو رياست له لوري اړمنې پيژندل شوې وې، چې هرې کورنۍ ته به په څو ورځو کې ۳ ډوله خوراکي او غیر خوراکي توکي د ننګرهار ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست لخوا او هلته د مهاجرینو ریاست تر څارنې لاندې ووېشل شي.