غزني کې لسګونو کورنیو سره نغدي او د جامو مرسته وشوه

sadam_morr
-

 په غزني ولایت کې ۶۷ راستنو شوو کورنیو ته د کب په ۶ مه نېټه نغدي مرسته او د ژمنیو جامو کڅوړې ورکړل شوې.

 يادې شوې مرستې د ډنمارک د مهاجرينو د شورا له خوا ۹ زره او ۳۰۰ افغانۍ او د یونسف له خوا د ژمنيو جامو کڅوړې وې، چې هرې کورنۍ ته د دغه ولايت د مهاجرينو ادارې له خوا تر پيژندلو وروسته ورکړل شوې .