پاکستان څخه تر ۱۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه راستانه شول

sadam_morr

 د تورخم له فرضي کرښې څخه ۱۳۸ افغان مهاجرین د کب په ۶ مه نېټه هېواد ته راستانه شول.

 د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ، ۲۸ کورنۍ چې ۱۳۸ تنه کیږي په جبري توګه له پاکستان هېواد څخه راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته وروپېژندل شوې.