ننګرهار ولایت کې له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د جبري راستنیدو د دویمې څپې لپاره د چمتوالي ناسته جوړه شوه
له پاکستان څخه د مهاجرینو د جبري راستنېدو د دويمې څپې د چمتووالي په موخه د کب په ۵ مه نېټه د ننګرهار ولايت د مرستيال والي په مشرۍ ناسته جوړه شوه.
په دغه ناسته کې د مهاجرینو چارو، عامې روغتیا، بهرنیو چارو او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر استازو شتون درلود.
د مهاجرینو چارو رییس باز محمد عبدالرحمن د تیرې څپې او د راستنیدونکو کورنیو تجربو ته د کتنې پرمهال خپلې ستونزې او وړاندیزونه څرګند کړل او د دویمې څپې د ښه مدیریت په برخه کې یې د لازمو اقداماتو غوښتنه وکړه.
مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري د راستنیدونکو کورنیو په اداره او مرستو کي د مسؤلینو، مرستندویه مؤسسو او خلکو د همکارۍ قدرداني وکړه.
هغه وويل، چې ولايتي اداره به د مرکز په همغږي او د دويمې څپې د همکارو مؤسسو په همکارۍ له پاکستان څخه د راستنېدونکو کورنيو د راستنېدو لړۍ په برياليتوب سره تر سره کړي او دغه راز يې د ستونزو حل کولو له پاره له لوړ پوړو کورنيو او بهرنيو چارواکو سره په ليدنه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د بشري مرستو د همغږۍ دفتر استازي په تېرو وختونو کې له راستنېدونکو کورنيو سره د مرستندويه ادارو د همکاريو په اړه معلومات وړاندې کړل او ډاډ يې ورکړ، چې په راتلونکي کې به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.