بلخ ولایت کې پر زرګونو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل شوه
![-](/sites/default/files/2024-02/%D8%A8%D9%84%D8%AE%DB%B1.jpg)
د بلخ ولايت د مهاجرينو رياست د معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولايت کې د کب په ۳ مه نېټه په زرګونو بېځايه شويو او راستنېدونکو کورنيو د خوراکي او غير خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه، چې يادې کورنۍ پخوا د مهاجرينو چارو د رياست له لوري پيژندل شوې وې.
هرې کورنۍ ته لس ډوله خوراکي او غیر خوراکي توکي د هوسی مؤسسې له خوا هلته له مهاجرینو ریاست سره په همغږۍ ورکړل شول.