پاکستان څخه نږدې ۱۰۰ تنه مهاجر په جبري توګه هیواد ته راستانه شول

sadam_morr
د کب په ۴ مه نیټه د تورخم له فرضي پولې څخه ۹۹ افغان مهاجر هیواد ته راستانه شول .
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۱۸ کورنۍ چې ۹۹ تنه کیږي له پاکستان څخه په جبري توګه راستنې شوې او د مهاجرینو چارو په ادارې کې له ثبتولو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ او مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپیژندل شول .