بغلان کې له لسګونو کورنيو سره مرسته وشوه
په بغلان ولایت کې پرون د کب دویمه نېټه پر ۵۰ راستنو کورنیو ژمنۍ مرستې ووېشل شوې.
دغه کورنۍ په ورستیو کې له ګاونډيو هېوادونو څخه دې ولايت ته راکډه شوې وې.
هرې کورنۍ ته د یونیسف له خوا د ژمنیو جامو یوه یوه کڅوړه د بغلان د مهاجرینو ریاست تر څارنې لاندې ووېشل شوه.