بلخ کې له ۲۷ کورنیو سره مرسته وشوه
![-](/sites/default/files/2024-02/%D8%A8%D9%84%D8%AE_0.jpg)
د بلخ ولایت د مهاجرینو ریاست د کب پر دویمه له ۲۷ بې ځایه شویو کورنیو او جبري راستنېدونکو سره د نغدي مرستو د وېش خبر وکړی.
دغه کورنۍ تر وړاندې د مزار شريف ښار په لسمه او يوولسمه ناحیه کې د مهاجرينو رياست له خوا اړمنې پېژندل شوې وې، چې وروسته د اکتيد موسسې له لوري پر هرې کورنۍ ۲۱ زره افغانۍ ووېشل شوې.