د وزارت مسلکي مرستیال او د غزني ولایت امنیه قوماندان لیدنه وکړه

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۲۰:۲۸
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د غزني ولایت له امنیه قومندان مولوي مخدوم محمد عالم رباني او مل پلاوي سره پخپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لورو په غزني ولایت کې د مهاجرینو د وضعیت او نورو ورته چارو په اړه څرګندونې وکړې.

 ښاغلي راشد د ملي او نړیوالو موسسو چې هلته د مهاجرینو لپاره مرستې کوي د مرستو رسونې اړوند د امنیت په ټینګښت کې د غزني د والي له همکارۍ څخه مننه څرګنده کړه.

د غزني امنیه قوماندان په هغه ولایت کې د خلکو د امنیت د تامین په برخه کې د خپلې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او د دولتي ادارو ترمنځ یې پر همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا له څو تنو جهادي او قومي مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د لويې پکتیا له څو تنو جهادي او  قومي مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې د لویې پکتیا قومي مخور او جهادي. . .

بېرته خبرونه ته