بلخ کې له ۴۱ راستنو کورنیو سره مرسته وشوه
په بلخ ولایت کې د کب میاشتې پر لومړۍ نېټه له ۴۱ راستنو شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دغه مرسته د نړيوالو مرستو موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۵ زره ۲سوه افغانۍ وه چې د بلخ ولايت د مهاجرينو رياست تر پېژندنې وروسته ووېشل شوه.