بدخشان کې له سلو زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه
په بدخشان ولایت کې د کب پر لومړۍ ڼېټه پر ۱۲۹ بې ځایه شویو کورنیو د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
دغه کورنۍ پخوا د مهاجرينو رياست له لوري د یفتل سفلی، خاش، ارګو، زيباک، بهارک او فيض اباد په ولسواليو کې پيژندل شوې وې او هرې کورنۍ ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له خوا يوه یوه بخارۍ ورکړل شوه.