جوزجان کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

په جوزجان ولایت کې پر ۵۰۰ راستنېدونکو، بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو د کب پر لومړۍ ورځ خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه کورنۍ وړاندې د جوزجان د مهاجرینو رياست له لوري پيژندل شوې وې او وروسته د نصرت النسان خيريه بنسټ له لوري د درې ډوله خوراکي توکو مرسته ورسره وشوه، چې د مهاجرینو رياست په همغږۍ ووېشل شول.