ایران کې تر ۱۰۰۰ زیات مېشت افغان مهاجرین په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول

anwari_morr

 په ایران کې مېشت ۱ زرو او ۵۹۳ تنه مهاجرین د هرات د اسلام کلا له پولې  د سلواغې په ۳۰ مه نېټه خپل هېواد ته راستانه شول.

 د اسلام کلا د سرحدي آمر د معلوماتو پر بنسټ، په يادو شويو کسانو کې، چې کورنۍ هم په کې شاملې وې ۳۷۶  تنه اړمن وپېژندل شول او د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته وروپېژندل شول، خوراکي او غیرې خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.

 ۳۵ تنه بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه د وارچېلډ مؤسسې ته ور وپېژندل شول، ۳۰ کورنیو ته لس ــ لس زره افغانۍ او  ۷۰ تنو ته په وړیا ډول سیمکارتونه په یاده پوله کې د ګومارل شوې کمېټې له لوري ووېشل شول.