د بلخ د مهاجرینو رئیس د مهاجرینو د ښارګوټو له استازو سره ولیدل

anwari_morr
-


 د بلخ ولایت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو رئیس مولوي اسدالله وفا د سلواغې  په ۳۰ مه نېټه په مزارشریف کې د مهاجرینو د رسمي او نارسمي  ښارګوټو له استازو سره په دغه ولایت کې د مهاجرینو د ستونزو د حل په موخه وکتل.

 د مهاجرينو رئيس دغو استازو ته وويل: په دې وروستيو کې له پاکستان او ايران څخه په زرګونو کورنۍ بلخ ولايت ته راغلې دي، نو هرکله چې مرستندويه ډلې ستاسو سيمو ته راشي، هڅه وکړئ چې اړمن او مستحق کسان وروپيژنئ.

 وروسته استازو د مهاجرینو له مشرانو سره د خپلو سیمو د ستونزو، د بې کارۍ، د سرپناه د نشتوالي، د خوراکي او غیر خوراکي توکو د کمښت په اړه خبرې وکړې.

 ښاغلي وفا زیاته کړه، د یو شمېر مرستندویه مؤسسو او بنسټونو په همکارۍ دغه ستونزه تر ډېره حده حل شوې او نورې اړینې مرستې مو هم په پام کې نیولي، چې ډېر ژر به پر اړمنو ووېشل شي.