ننګرهار ولایت کې له ۲ زره څخه زیاتو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

anwari_morr
-

د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د سلواغې په ۲۹مه نېټه په دغه ولایت کې پر ۲ زره او ۶۵۳ کورنیو د خوراکي توکو د وېش خبر وکړ.

يادې شوې کورنۍ د هسکه مېنې، رودات او مهمند دره ولسواليو کې د مهاجرینو چارو رياست له لوري مخکې اړمنې پيژندل شوې وې.

هرې کورنۍ ته د AREA مؤسسې له خوا څلور ډوله خوراکي توکي ورکړل شول.