ایران کې تر ۱۰۰۰ زیات مېشت افغان مهاجرین په خپله خوښه او اجباري توګه وطن ته راستانه شول
په ایران کې مېشت ۱ زرو او ۶۲۴ تنه افغان مهاجرین د سلواغې په ۲۹مه نېټه د هرات د اسلام کلا له پولې څخه خپل هیواد ته راستانه شول.
د اسلام کلا د سرحدي آمر د معلوماتو پر بنسټ، په يادو شويو کسانو کې، چې کورنۍ هم په کې شاملې وې ٤٣١ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول، خوراکي او غير خوراکي توکي يې ترلاسه کړل.
۶۸ تنه بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچېلډ مؤسسې ته ور وپېژندل شول، ۱۸ کورنیو ته لس ــ لس زره افغانۍ او ۶۵ تنو ته وړیا سیم کارتونه په پوله کې د ګومارل شوې کمېټې له خوا ووېشل شول او همدارنګه ۳۱۶ تنه نور له روغتیایي مرستو برخمن شول.