تر سلو زیات مهاجرین له پاکستان څخه په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول

anwari_morr

د تورخم له فرضي پولې څخه د سلواغې پر ۲۸ مه  ۵۵۳ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې ۲۵کورنۍ چې ۱۳۶ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې له نوم لیکنې وروسته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.