فارياب ولايت کې له ٢٤ کورنيو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

 په فاریاب ولایت کې د سلواغې په ۲۴ مه نېټه له ګاونډیو هېوادونو څخه په ۲۴ راستنېدونکو کورنیو نغدي مرسته وویشل شوه.

 ياده شوې مرسته په دوو کتګوریو کې  ٢٤ زره ٢٧٠ او ٤٨ زره ٥٤٠ افغانۍ، چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له خوا وه، چې هر یوې کورنۍ د مهاجرینو په د اداره کې تر ثبتېدو او د هغو تر څارنې لاندې په مختلفو ولسوالیو لکه: قیصار، دولت آباد، پښتون کوټ او اند خوی کې تر لاسه کړه.