له پاکستانه تر ۵۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه خپل وطن ته راستانه شول
د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه ۵۵۳ افغان مهاجرین د سلواغې په ۲۶ مه او ۲۷ مه نېټه هېواد ته راستانه شول.
د کندهار ولايت د سپين بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ، ۵۸ کورنۍ چې ۲۷۹ تنه کیږي او ۲۰ تنه نور چې د پاکستان له زندانونو څخه ازاد شوي وو، په جبري توګه د یادې فرضي کرښې څخه هېواد ته راستنانه شول او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړونړيوال سازمان او د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
او ۲ تنه بې سرپرسته ماشومان د MPO مؤسسې ته وروپېژندل شول.
د ګومارل شوې کمیټې له خوا هرې کورنۍ ته لس ــ لس زره افغانۍ ورکړل شوې.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ، ۴۸ کورنۍ چې ۲۵۴ تنه کیږي په جبري توګه له پاکستانه هېواد څخه راستنې شوې او د ماجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شوې.