په یو شمېر ولایتونو کې له ۲ زره څخه زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه
![-](/sites/default/files/2024-02/%DA%AB%D8%B2%D8%A7%D8%B1%D8%B4%20%D9%87%D9%81%D8%AA%D9%87_1.jpg)
د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو له خوا د سلواغې میاشتې له ۲۱مې نېتې څخه تر ۲۵مې نېټې د هېواد په ۷ ولایتونو کې له ۲ زره ۶۸۹ بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه.
په یادو ولایتونو (ننګرهار، هرات، کندهار، بلخ، کندز، فاریاب او جوزجان) کې هرې یوې کورنۍ ته د هغو ولایتونو د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاستونو او د یو شمېر نړیوالو مرستندویه مؤسسو په همکارۍ د مرستو بستې، چې نغدي، خوراکي توکي او د ژمنيو جامو بستې په کې شاملې وې ووېشلې.