بلخ ولایت کې له مؤسسو سره د همغږۍ ناسته وشوه

anwari_morr
-

د بلخ ولایت د مرستیال والي په مشرۍ د اړوندو دولتي ادارو او همکارو مؤسسو د استازو په حضور کې د سلواغې په ۲۴مه نېټه د همغږۍ ګډه ناسته وشوه.

مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس د ټولو کورنیو او بهرنیو بنسټونو له استازو څخه مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې یې د اړمنو ترڅنګ د دغه ولایت له اړمنو کورنیو سره مرستې کړې دي.

هغه ټینګار وکړ، هغه مهاجرین چې په دې وروستیو کې له پاکستان هېواد څخه راغلي، د کار تر څنګ د خوړو، اوبو، سرپناه او روغتیا په برخو کې هر ډول اسانتیاوو ته اړتیا لري او باید ټول ملي او نړیوال بنسټونه په دې کار کې ونډه واخلي او دا مسوولیت د ټولو هغو کسانو دی، چې دوی د خپلو افغانانو له پاره په دې سخت حالت کې له دوی سره دي.

د بلخ ولايت د مهاجرينو رييس مولوي اسدالله وفا د ټولو بنسټونو له مرستو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: د دغو راستنېدونکو مهاجرينو د بوختولو تر څنګ بايد بنسټيز کارونه هم ترسره شي، څو د خپلو کورنيو ملاتړ ته دوام ورکړي او موږ ټول باید د دې ملت لپاره په ګډه ودریږو، لکه څنګه چې مو خپل افغانیت او اسلاميت ثابت کړی، اوس دغه اثبات ته هم ادامه ورکوو.

دغه راز د یو شمېر بنسټونو استازو د خپلو مرستو، پلانونو، فعالیتونو او راتلونکو پروژو په اړه د معلوماتو تر څنګ وویل: موږ ټول په ګډه هڅه کوو، چې په دې برخو کې عملي ګامونه پورته کړو او ژر تر ژره د نړیوالو سازمانونو په همکارۍ د مهاجرینو له پاره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړو.