پاکستان څخه ۱۱۵ کورنۍ په جبري توګه د هېواد ته راستنې شوې

anwari_morr

د ننګرهار، کندهار، نیمروز، هرات او پکتیکا ولایتونو له له فرضي پولو څخه ۱۱۵ کورنۍ چې ۳۶۳ تنه کیږي په جبري توګه د لیندۍ په ۲۴ مه نیټه له پاکستان څخه راستنې شوې ، چې په بایومتریک ډول ثبت او مرسته ورسره وشوه.

۱۸ کورنۍ چې ۸۶ تنه کیږي خپلو اصلي ځایونو ته انتقال او کرایه ورکړل شوه، ۱۱۷ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، ۱۲۲ کورنۍ په موقتي کمپونو ځای په ځای شوې ، د ۶۶۰ تنو درملنه وشوه، ۲۲۳ سیم کارتونه، د پخو شوو خوراکي توکو بستې ، د څښاک اوبه، او ژمني کالي د يادو ولايتونو په پولو کې د مسوولو کمېټو له خوا ووېشل شوي دي.

دغه راز يادو شويو کورنيو ته د ثبت، انتقال، مالي مرسته، لنډ مهاله استوګنې او د هېواد د پېژندنې، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه یې ګټور معلومات ورکړل.

لسګونه هغه کسان چې حرفوي او مسلکي اسناد یې درلودل په نښه ، او راستنیدونکو ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ساتنې ، عامه پوهاوی ، او دوی ته د لوبو او تفریحي پروګرامونه د رواني روغتیا په موخه په لاره واچول شول .