د ننګرهار ولایت د مهاجرینو رئیس د سمیول هال مؤسسې له رئیس سره ولیدل

anwari_morr
-

د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو رییس باز محمد عبدالرحمن د سلواغې په ۲۴ مه نېټه د سمیول هال مؤسسې له رییس سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د مهاجرينو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

دمهاجرينو رئيس وويل: اسلامي امارت په خپل ټول وس او کوښښ سره ګڼ شمير مهاجرين په ښه توګه اداره کړي او د دې خدمتونو سربېره يې د تورخم په عمري کمپ کې روغتيايي خدمتونه، پاکې اوبه او ګڼې نورې اسانتياوې هم برابرې کړي دي، چې دغه پرمختیایی کارونه په کمپ کې لا هم دوام لري، نوموړي د يادې مؤسسې له رییس سره د نويو راستنو شويو مهاجرینو له پاره د کار پيدا کولو په موخه د نغدي مرستو د برابرولو ستونزې هم شريکې کړې.

د يادې مؤسسې رییس ډاډ ورکړ، چې ستونزې به له مرکزي دفتر سره شريکوي او په حل کې به يې پوره همکاري کوي.

همدا رنګه یې د ننګرهار د مهاجرینو چارو رئیس څخه مننه او قدرداني وکړه، چې له هغو ادارو سره یې ښه همغږي رامنځته کړې، چې د ننګرهار ولایت د مهاجرینو ریاست تر چتر لاندې په بېلابېلو ولسوالیو کې فعالیت کوي.