د سرپل د مهاجرینو رییس په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس سره ولیدل

anwari_morr
=

د سرپل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي میر عبدالسلام هاشمي د سلواغې په ۲۳مه په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له مسول سره پخپل کاري دفتر کې ولیدل

د کمېشنرۍ مسول د خپل سفر کاري موخې بيان کړې او په راتلونکي کال کې يې د عالي کمېشنرۍ دفتر د پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل: په روان میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د مهاجرینو چارو رياست په همکارۍ او همغږۍ، د عامه ګټو پروژې؛ لکه د سړک د جغل اچول، د ښوونځیو ترمیم، سرپناه، نغدي مرسته، غیر خوراکي توکي، له ځانګړو اړمنو کورنیو سره مرسته، د کار پیدا کول، رواني مشورې او نور فعالیتونه د راستنیدونکو او داخلي بې ځایه شویو لپاره په نظر کې لري.

هغه د دغو پروژو د پلي کېدا په برخه کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره د مهاجرینو آمریت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د مهاجرینو د چارو آمر په سرپل ولایت کې د مهاجرینو او داخلي بې ځایه شویو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د فعالیتونو قدرداني وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ژمي په سړه هوا کې له پاکستان او ایران څخه جبري راستانه شوي مهاجرین له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره مخ دي او د سرپل ولایت د مهاجرینو وضعیت ته د رسیدنې په برخه کې یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه څرګنده کړه.

د یادې ادارې مسوولینو د مهاجرینو د ستونزو او اړتیاوو د حل په برخه کې د هراړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.