جوزجان کې له ۲۸۷ کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

 په جوزجان ولایت کې د سلواغې په ۲۳مه له ګاونډیو هېوادونو څخه ۲۸۷ او راستنېدونکو کورنیو ته نغدي مرستې او د ژمنیو جامو کڅوړې ووېشل شوې.

 دغه مرسته د۲۱۰ کورنيو هرې یوې ته د ۲ زره افغانيو په مالي لګښت د مرستو د راتولولو کمېټې له خوا او د ژمنيو جامو کڅوړې د اکتيد موسسې له لوري دغه راز ۲۱ کورنيو هرې یوې ته ۲۴ زره ۲۷۰ افغانۍ او ۵۶ کورنيو ته د ۴۸ زره او ۵۴۰ افغانيو په ارزښت د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له خوا او د هغه ولایت د مهاجرینو ریاست تر څارنې لاندې ورکړل شوې.