د هېواد په فرضي کرښو کې له پاکستان څخه په جبري توګه د راستنو شويو ٥٢ کورنيو سره مرسته وشوه

anwari_morr

 د ننګرهار، کندهار، نیمروز، هرات او پکتیکا ولایتونو له فرضي کرښو څخه په جبري توګه ۵۲ کورنۍ، چې ۱۶۷ تنه کیږي له پاکستان هېواد څخه د سلواغې په ۲۲مه نېټه راستنې په بایومتریک ډول ثبت او ورسره مرسته وشوه.

 ۳ کورنۍ چې ۱۸ تنه کیږي، خپلو اصلي ځایونو ته انتقال او کرایه ورکړل شوه، له ۳۴ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، ۵۰ کورنۍ موقتي کمپونو ته ولېږدول شوې، د ۱ زر او ۶۶ کسانو درملنه وشوه، ۱۰۱ سیم کارتونه، د چمتو شوو خوراکي توکو بستې، د څښاک اوبه او د ژمنیو جامو مرسته د یادو ولایتونو په فرضي کرښو کې د ګومارل شوو کمېټو له لوري ووېشل شوه.

 

همدارنګه د اطلاعاتو کمېټو یادوو شویو کورنيو ته د ثبت، انتقال، مالي مرستو، لنډ مهاله استوګنې او د هېواد پېژندنې، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه  مهاجرينو ته ګټور معلومات وړاندې کړل.

 لسګونه هغه کسان چې مسلکي او حرفوي اسناد یې درلودل د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ساتنې او عمومي پوهاوي په اړه راستنیدونکو ماشومانو ته ور وپیژندل شول او دوی ته د رواني روغتیا په موخه د لوبو او تفریح ​​پروګرامونه هم ورکړل شول.