سرپرست وزیر د بدخشان ولایت د مهاجرینو چارو له رییس سره وکتل
د مهاجرینو او راستنېدونکو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني د بدخشان ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له رییس مولوي محمد یونس جهادمل سره پخپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې ښاغلي جهادمل بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو ته د شویو خدمتونو، مرستو او کړنو او د راستنېدونکو ستونزې دوزارت سرپرست ته وړاندې کړې.
ښاغلي وزیر په لازیاتې روڼتیا او همغږۍ ټینګار وکړ او په راتلونکي کې یې د یاد ریاست د ستونزو د هواري ډاډ څرګند کړ.