ننګرهار کې سلګونو کورنیو سره مرسته وشوه
![-](/sites/default/files/2024-02/%D9%86%D9%86%DA%AF%D8%B1%D9%87%D8%A7%D8%B1_0.jpg)
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د سلواغې پر ۲۱ مه نیټه ۸۸۰ کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستې د وېش خبر ورکړی.
په دغو کورنیو کې هغه بې ځایه شوې، راستنې شوې او زیانمنې شوې کورنۍ شاملې وې، چې مخکې د هغه ولایت د مهاجرینو د ریاست له خوا په مومند دره ولسوالۍ کې پیژندل شوې وې.
دې مرسته کې هرې کورنۍ ته څلور ډوله خوراکي توکي شامل وو، چې د AREA موسسې له لوري د سلواغې له ۱۹ نېټې څخه تر ۲۱ مې نېټې پورې ووېشل شول.