لسګونه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

anwari_morr

۸۳ افغان مهاجرین د سلواغې پر ۲۱ مه نېټه د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه خپل هېواد تته راستانه شول.

د کندهار د سپین بولدک د سرحدي آمریت د راپور له مخې ۱۵ کورنۍ چې ۸۳ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ، د خوړو او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.