سلګونه مهاجرین له ایران څخه پخپله خوښه او په جبري توګه هېواد ته راستانه شول

anwari_morr

په ايران کې مېشت ۹۰۳مهاجرین د سلواغې پر  ۲۱مه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.

 د هرات د اسلام کلا د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، په یاد کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۲۷۳تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.

دغه راز له ۸ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه، ۴۹ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچلډ موسسې ته ور وپېژندل شول او ۱۹ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا وړیا سیمکارتونه ووېشل شول.

 او ۱۹۴ تنه نور له روغتیايي خدمتونو برخمن شول.