تر ۱۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

anwari_morr

۱۱۲ افغان مهاجرین د سلواغې پر ۱۹ او ۲۰ نېټه د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه خپل هېواد تته راستانه شول.

د کندهار د سپین بولدک د سرحدي آمریت د راپور له مخې ۱۶ کورنۍ چې ۹۲ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ، د خوړو او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.

هرې کورنۍ ته د ګمارل شوې کمېټې له لوري لس لس زره افغانۍ ورکړل شوې.

د ننګرهار د تورخم د سرحدي آمریت د راپور له مخې ۴ کورنۍ چې ۲۰ تنه کېږي په جبري توګه له دغې پولې څخه راستنې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.