د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې له زرګونو کورنيو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو له خوا د سلواغې له ۱۴مې تر ۱۹مې نېټې پورې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې له ۵ زره ۴۵ بې ځایه شویو او له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو کورنیوسره مرسته وشوه.

په (ننګرهار، هرات، کندهار، بلخ، سرپل، فاریاب، خوست، هلمند، پکتیکا، پروان او جوزجان) کې هرې یوې کورنۍ ته د دغو ولایتونو د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاستونو د یو شمېر نړیوالو سازمانونو په همکارۍ نغدې پیسې، د خوراکي توکو، ژمنۍ او روغتيايي کڅوړې ووېشلې.