پروان کې له ۳۰ کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

په پروان ولایت کې د سلواغېپه ۱۹ مه له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري راستنو شویو ۳۰ کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.
يادې کورنۍ  وړاندې د دغه ولايت د مهاجرينو رياست له خوا اړمنې پيژندل شوې وې، چې له هغې وروسته هرې کورنۍ ته سل امريکايي ډالره د اويک موسسې له خوا او د یاد ولایت د مهاجرينو رياست تر څارنې لاندې ورکړل شوې.