جوزجان  کې تر ۱۰۰ زياتو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه

anwari_morr
-

په جوزجان ولایت کې د سلواغې پر  ۱۸ مه پر ۱۸۱ اړمنو کورنیو خوراکي او ژمنۍ جامې وویشل شوې.
يادې کورنۍ  وړاندې د دغه ولايت د مهاجرينو رياست له خوا اړمنې پېژندل شوې وې او وروسته ٦٦ کورنيو ته يوه بورۍ اوړه، ٢٥ کورنيو ته پنځه ډوله خوراکي توکي، ٩٠ کورنيو ته ٢٩ حلال شوي پسونه او ٥٠ تنو ماشومانو ته د ژمنيو جامو کڅوړې د دغه ولایت د مهاجرینو ریاست په همغږۍ د چراغ سبز خیریه بنسټ لخوا ورکړل شوې.