فاریاب کې د دایمي مېشتېدنې کمېټې ناسته وشوه
![-](/sites/default/files/2024-02/%D9%81%D8%A7%D8%B1%DB%8C%D8%A7%D8%A82.jpg)
د راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو د دایمي مېشتېدنې او بیا یوځای کېدنې د کمیټې څلورمه ناسته سواغې پر ۱۷ مه د فاریاب ولایت د مهاجرینو په ریاست کې د اړوندو دولتي ادارو او بنسټونو په شتون کې وشوه.
د کلیو پراختیا رییس او د ولایت مقام استازي مولوي تورجان وویل: د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هیواد کې امنیت تامین شوی او ولایتي اداره د راستنیدونکو او بې ځایه شویو په اړه د غونډو د جوړیدو ملاتړ کوي. او له همکارو بنسټونو څخه غواړي چې د کار او روزګار زمینه برابره کړي، ترڅو زموږ خلک بیرته پردیو هیوادونو او د خپل وطن پریښودو ته اړ نه شي.
د فاریاب ولایت د مهاجرینو رییس ملا سیف الدین جهادي په دغه ناسته کې د چارواکو د ګډون مننه وکړه او له راستنیدونکو او بې ځایه شویو سره یې د دولتي ادارو او د مرستندویو موسسو د همکاریو غوښتنه څرګنده کړه.
د دولتي ادارو او همکارو موسسو استازو هم خبرې وکړې او له راستنېدونکو، بېځايه شويو او يادې کمېټې سره يې د مرستې په برخه کې خپله همکاري څرګنده کړه.