جوزجان کې له ۳۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه
په جوزجان ولایت کې د سلواغې په ۱۷ مه پر ۳۰۰ اړمنو او له پاکستان څخه جبري راستنو کورنیو د روغتیایي کڅوړو او ژمنی جامې وویشل شوې.
په ياده مرسته کې دوه کمپلې، روغتيايي کڅوړې او ژمنۍ جامې شاملې وې، چې د يونيسف ادارې له خوا او د ياد ولايت د مهاجرینو رياست تر پېژندنې وروسته هرې کورنۍ ته ورکړل شوې.