هلمند کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

د هلمند ولایت د مهاجرینوریاست د سلواغې په ۱۸مه له ګاونډیو هېوادونو څخه پر ۸۹۶ راستنو کورنیو د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړی.
يادې کورنۍ تر دې وړاندې د دغه ولايت په مرکز کې د مهاجرینو رياست له لوري پيژندل شوې وې او وروسته د خوراک نړيوال سازمان له لوري د ۳ زره او ۲۰۰ افغانيو نغدي مرسته ورسره وشوه.